۴۰ سازمانونه: ملګري ملتونه دې افغانستان کې د خبریالانو ژوند خوندي کړي

افغانستان کې وژل شوي خبریالان

د نړۍ څه باندې څلویښتو سازمانونو په یوه سرخلاصي لیک کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې په افغانستان کې د بیان ازادي او د خبریالانو ژوند خوندي کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز او په نړۍ کې د بیان د ازادۍ څلویښتو مدافع سازمانونو په دې هېواد کې د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې ده.

دوی په دې لیک کې ویلي چې د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې را وروسته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون شوی په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي چې ډېری یې د خپلې دندې له کبله په نښه شوي دي.

یادو سازمانونو دې لیک کې ویلي، که څه هم د افغانستان حکومت د خبریالانو د حقونو او خوندیتوب لپاره کارونه کړي، خو وایي، هغه کافي نه دي او خبریالان لا هم له تاوتریخوالي سره مخامخ دي او د دوی په خبره د سزا د معافیت فرهنګ پرخپل ځای دی.