بامیانو کې'له بودا سره شپه' په نامه هنري او فرهنګي پروګرام ترسره شو

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په بامیانو کې د بودا مجسمو د ویجاړېدو د ۲۰م تلین په مناسبت 'له بودا سره شپه' په نامه هنري او فرهنګي پروګرام ترسره شو.

دې پروګرام ته 'د پېړۍ ستر فرهنګي جنایت' نوم ورکړل شوی دی.

د بامیان فرهنګ پالو د دې فرهنګي میراث د ویجاړېدو د عاملینو د پېژندلو او سزا غوښتنه لري.

طالبانو ۲۰ کاله مخکې د ۱۳۷۹ کال د کب په ۲۱مه په بامیان ولایت کې د بودا دوه سترې مجسمې چې یوې یې ۵۵ او بلې یې ۳۵ متره لوړوالی درلود ونړولې چې دا کار یې د نړیوالو له پراخ مخالفت سره مخ شو.

په بامیان ولایت کې"له بودا سره شپه" پروګرام له تېرې نږدې یوې لسیزې راهیسې په بېلابېلو فرهنګي او هنري پروګرامونو سره د دې مجسمو په یاد جوړېږي.