د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو نن چهارشنبه (د کب ۲۰مه) سهار وختي پر غزني ښار دوه مزائیله توغولي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم د چهارشنبې ورځ رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، دغه مرمۍ له ناڅرګند لوري نن سهار شپږنیمې بجې توغول شوي دي.
ښاغلی تبسم زیاتوي: "وسله والو مخالفینو له خوا دوه فیره مزائیل مرمۍ د ملکي خلکو د وژنې په موخه فیر کړي وو، د دوهمې امنیتي حوزې اړوندو سیمه کې لګېدلې او انفجار یې کړی دی، له نېکه مرغه چاته په کې کوم زیان نه دی اوښتی."
د دولت وسله والو مخالفینو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.