"د مسکو غونډې په اړه روسیې سره د افغان حکومت نظرونه شریک کړه"

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر په کابل کې د روسیې له سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د روسیې سفیر ته ویلي، ژر به د مسکو د جوړېدونکې غونډې په اړه د افغان حکومت نظر له روسیې سره شریک کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي اتمر دا خبره پرون سې شنبه(د کب ۱۹مه) کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د کتنې پر مهال وکړه.

د خبرپاڼې له مخې افغان لوري د سولې د ټینګښت په هدف د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړتیا کې د روسیې ونډه مهمه بللې.

خپله ښاغلی اتمر تېره اوونۍ په یوه څلور ورځني سفر روسیې ته هم تللی و.

وروسته مسکو اعلان وکړ چې د افغانستان لوړپوړي چارواکي او سیاستوال یې د سولې د خبرو په اړه یوې غونډې ته بللي دي.

تر اوسه افغان چارواکو دې غونډه کې د ګډون تایید نه دی کړی.