د امریکا متحده ایالاتو له ایران څخه وغوښتل چې د امریکا د فدرال پولیسو 'اېف.بي.ای' هغه پخواني مامور په اړه سم ځواب ووایي چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې ایران ته د سفر پرمهال تښتول شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوې اعلامیې کې چې د مارچ پر ۹مه خپره شوې ویلي چې امریکا به باب لېونسن هېڅکله هېر نه کړي، پرون د لیونسن د لادرکه کېدو څوارلسم کال وو.
بلېنکن دغه راز له ایرانه وغوښتل چې ټول هغه امریکایي وګړي چې د ده په وینا په ناعادلانه ډول بندیان شوي، ژر تر ژره خوشې کړي.
د امریکا متحده ایالاتو پرون د ایران د سپاه پاسداران دوه چارواکي امریکا ته د نه ورتګ په تور لېست کې شامل کړل.
امریکا تور پورې کړی چې دغو چارواکو په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په اعلامیې کې راغلي چې علي همتیان او مسعود صفدري چې د سپاه پاسداران ژباړونکي دي او د کورنیو غړي یې امریکا ته د تلو اجازه نه لري.