د بلجیم پولیسو د مخدره موادو د قاچاق کوونکو ضد عملیات پيل کړل

بلجیم کې دوه پولیس

د بلجیم پولیسو د مخدره موادو د قاچاق کوونکو پر ضد نن پراخ عملیات پيل کړل.

ډېر تمرکز یې د انټورپ پر بندر دی چې اروپا ته د کوکائینو د قاچاق عمده لاره ګڼل کېږي.

په دې عملیاتو کې تر ۱،۵۰۰ ډېرو کسانو برخه اخیستې ده چې سهار وختي په یوه وخت نږدې ۲۰۰ ځایه پيل شول. د بلجیم د فدرالي څارنوالۍ د دفتر یوه ویاند وویل چې دا د بلجیم پر خاوره تر ټولو ستر عملیات دي.

د راپور له مخې په دې عملیاتو کې په ځانګړي ډول د کوکائین سوداګر او له دې سره تړلي جرمي ډلې په نښه کېږي.

تېر کال ۶۵،۵ ټنه کوکائین د انټورپ په بندر کې نیول شوي و چې کله هم پخوا دومره اندازه نه‌و ضبط شوي.

کوکائین تر ډېره اروپا ته له لاتینې امریکا په ځانګړې توګه له کولمبیا، برازیل او ایکوادور څخه قاچاقېږي.