د برما په ستر ښار یانګون کې ګڼو کسانو تېره شپه په اعتراضونو کې برخه واخېسته او د شپې د اتو بجو له اعلان شوي ګرځ بندیز څخه یې سرغړونه وکړه.
دوی د هغو نژدې دوه سوه محصلینو ملاتړ وکړ چې د ښار په یوه څنډه کې امنیتي ځواکونو محاصره کړي دي.
په برما کې تېره میاشت پوځ واک ترلاسه کړ او د انګ سان سوچي منتخب حکومت یې ړنګ کړ.
تر دې را وروسته هره ورځ دې هېواد کې مظاهرې روانې دي. امنیتي ځواکونه د اعتراض کوونکو پر ضد لاس په کار شوي دي او ګڼ کسان یې تر اوسه نیولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په وینا تراوسه د دې مظاهرو په ترڅ کې تر پنځوسو ډېر اعتراض کوونکي وژل شوي دي.
سیمه ییزې رسنۍ د پرونۍ مظاهرو په ترڅ کې هم د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.