تمه ده د 'وري په ۲مه' نېټه د کمال خان بند رسماً پرانېستل شي

د کمال خان بند

ټاکل شوې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري يا حمل په دوهمه نېټه د کمال خان بند رسماً پرانېستل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدی نن سې شنبه (د کب ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه بند د اقتصادي او صنعتي په تېره بيا د هېواد د کرنې په وده او پراختيا کې حياتي رول لري.

نوموړي وویل د خصوصي برخې استازو هم ژمنه وکړه چې د کمال خان بند د پرانېستلو مراسمو کې ګډون کوي او د تبليغاتي توکو ، بېل بورډونو په چاپولو، راډيويي اعلانونو په خپرولو او په نورو تبليغاتي توکو برابرولو کې به خپل مسووليت ادا کړي.

د کمال خان بند د جوړولو کار د هېواد د لومړني جمهور رئيس شهيد سردار محمد داوود خان د جمهوري رياست دوره کې پيل او له ٤٤ کلن ځنډ وروسته د ولسمشر غني دوره کې د افغانستان له پرمختيايي بودجې څخه بشپړ شو.

دغه بند د ٥٢ ميليونو مکعب مترو اوبو په ظرفيت سره په نيمروز ولايت کې جوړ شوى دى چې د اتيا زره هکتاره ځمکې د خړوبولو توان لري چې د کرنې په وده او پراختيا کې مهم رول لري.