لغمان کې د مربا او اچارو معیاري فابریکه جوړه شوه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کې د مربا او اچارو معیاري فابریکه جوړه شوه.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د کب ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې لغمان ولایت کې دا د اچارو او مربا لومړۍ فابریکه ده چې جوړېږي.

د چارواکو په خبره د مربا او اچارو د «بهار سبز» په نوم د تولیداتو دا فابریکه د ورځې په منځني ډول د دوه مټریک ټنو اچارو او مربع د تولید وړتیا لري.

ښاغلی رستمي وایي یاده فابرېکه د مارکېټ اړتیاوو ته په کتو ولسونو ته باکیفیته مربا او اچار تولیدوي او په ارزانه بیه یې د خلکو په واک کې ورکوي.

یاده فابریکه د خپل اړتیا وړ اوومه توکي له سیمه ییزو بزګرانو پېري چې دې سره د دې ولایت د بزګرانو کرنیزو محصولاتو پلور ته هم زمینه برابره شوې ده.

دغه شان دې فابریکه کې سلګونو تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.