ملالې یوسفزۍ له 'اپل پلس ټلوېزیون' سره د فلمونو جوړولو هوکړه وکړه

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له اپل پلس ټلوېزیون TV+ سره د هغو ډرامو او مستندو فلمونو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ چې تمرکز به یې د ښځو او ماشومانو پر اړوندو مسایلو وي.

اپل ټلوېزیون نن سې شنبې(د کب ۱۹مه) وویل، ملالې چې په تاند پېغلتوب کې یې د نوبل جایزه وګټله، منلې چې د خپلې وړتیا په مټ به له دې ټلوېزیون سره د نړۍ په کچه د خلکو د هڅونې په مقصد د څو کلونو په مخه په دې برخه کې ګډ کار کوي.

اپل وايي چې د پروګرامونو په دې لړۍ کې به د ماشومانو لپاره انیمېشن فلمونه او سریالونه هم شامل وي.

۲۳ کلنې ملالې ویلي دي، خوشاله ده چې له دې فرصته به د ښځو، ځوانانو، لیکوالو او هنرمندانو د ملاتړ لپاره کار واخلي، څو نړۍ هسې انځور کړي چې دوی ته ښکاري.