د یوې تروریستي شبکې ۷ مشکوک غړي په پاریس کې محاکمه شول

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د یوې تروریستي شبکې اووه مشکوک غړي چې په فرانسه کې د حملې په پلان تورن دي، په پاریس کې محاکمه شول.

دغه مشکوک کسان د ۲۰۱۶میلادي کال په مارچ میاشت کې وروسته له هغې ونیول شول چې پولیسو یې له اپارتمانه وسلې او چاودېدونکي مهمات ترلاسه کړل.

دغه اپارتمان د ریدا کریکت نوم د یوه بل افراطي کس له خوا کرایه شوی و چې دی هم محکوم شوی دی.

پولیسو د ۲۰۱۶میلادي کال د اروپا د ملتونو جام سیالیو په درشل کې پر اپارتمان چاپه ووهله.

دغه مسابقې د هغه کال په جون او جولای میاشتو کې د فرانسې په څو ښارونو کې وشوې.

د حملې دې توطیه کې ځینې نور کسان هم ښکېل بلل شوي او لا هم له تحقیقاتو وروسته معلومه شوې نه ده چې دا مشکوکه حمله پر کوم ځای پلان شوې وه.