د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر عراق ته خپل سفر پای ته ورساوه

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس عراق کې له خلکو سره د لیدو پر مهال

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس عراق ته خپل تاریخي سفر پای ته ورساوه.

۸۴ کلن پاپ د عراق یو شمېر ښارونو ته لاړ، د مسلمانانو او د عیسویانو له مشرانو سره‌یې وکتل او خلک‌یې سولې او ګډ ژوند ته راوبلل.

د بغداد په هوایي ډګر کې د پاپ د مخه ښۍ په مراسمو کې د عراق ولسمشر برهام صالح ګډون کړی و.

پاپ په دې سفر کې د عراق د موصل چې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې مرکز و په ګډون له څلورو ښارونو څخه کتنه وکړه او عراقیانو ته‌یې وویل چې سوله پر جګړې ډېره قوي ده. هغه زیاته کړه عراق به‌یې تل په زړه کې وي.

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر دغه‌راز د عراق د شیعه مسلمانانو له ستر مشر ایات‌الله علي سیستاني سره هم وکتل.