استرالیا له برما سره دفاعي همکاري ودروله

میانمار کې د پوځ ضد مظاهرې

استرالیا وایي، له برما سره‌یې دفاعي همکاري درولې او د هغو مظاهره کوونکو چې د پوځ له لوري د تېرې میاشتې د کودتا په وړاندې اعتراضونه کوي، د بې‌رحمانه ځپنې له امله د خپلې بشري مرستې لوری بلې خوا ته اړوي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر مارایس پایان نن وویل چې هېواد به‌یې سمدستي دغه عاجلې بشري مرستې د برما له اقلیت روهینګیا مسلمانانو او د دې هېواد له نورو اقلیتونو سره وکړې.

استرالیا دغه‌راز وویل چې له برما سره‌یې د راتلونکو پنځو کلونو په مخه د شاوخوا یو ملیون ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پوځي زده‌کړې پروګرام ځنډولی دی.

له کله چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په میانمار یا پخوانۍ برما کې پوځ کودتا وکړه او د دې هېواد د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي او یو شمېر نور مشران‌یې په کور کې نظربند کړي یا نیولي په دې هېواد کې د پوځیانو پر ضد نږدې هره ورځ مظاهرې کېږي.

د دغو مظاهرو په ترڅ کې په لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور نیول شوي دي.