زلمي خلیلزاد د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سولې خبرې وکړې

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر اس. جې شنکر سره د افغانستان د سولې د خبرو پر پرمختګونو بحث وکړ.

ښاغلي شنکر پرون یکشنبه په ټویټر کې لیکلي چې خلیلزاد ورته ټیلیفون وکړ او د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو په اړه‌یې ورسره خبرې وکړې.

ده ویلي چې دواړه لوري به د دې پروسې به اړه خپلو تماسونو ته دوام ورکوي.

زلمي خلیلزاد د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن تر واکمنۍ وروسته په خپل لومړي رسمي سفر کې تر افغانستان وروسته قطر ته لاړ.

هغه له افغان حکومتي چارواکو سره تر بحثونو وروسته دوحې ته لاړ چې د سولې پروسې په اړه د طالبانو د سیاسي دفتر له چارواکو سره بحث وکړي.