اقتصاد وزارت د طبیعي زېرمو د پروژو شفافیت برخه کې یوه امتحاني پروسه پیل کړه

د افغانستان اقتصاد وزارت

د افغانستان اقتصاد وزارت وايي، د طبیعي زېرمو د پروژو د شفافیت په برخه کې یې یوه امتحاني پروسه پیل کړې.

د دې وزارت ویاند عبدالصبور نریمان وايي، دغه پروسه‌یې په افغانستان کې «د روڼتیا په برخه کې د نوښت بنسټ» په مرسته په ټولو دولتي ادارو کې د اطلاعاتو برخې مسؤلانو ته د اطلاع‌رسونې په هدف په امتحاني ډول پیل کړې.

په همدې حال کې له فساد سره د مبارزې شبکه د دې امتحاني پروسې پیل د زېربنايي پروژو په برخه کې د اطلاع‌رسونې لپاره مهم ګام بولي.

دغه پروسه په داسې حال کې پیلېږي چې د روڼتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې له فساد سره مبارزه چټکه او په دې برخه کې اطلاع‌رسونه هم ښه شوې، خو لا هم افغانستان د نړۍ یو له هغه هېوادونو څخه دی چې په فساد ککړ دی.

د دغه سازمان د درجه‌بندۍ له مخې افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې ۱۷۳م فاسد هېواد و، خو افغانستان په دغه درجه‌بندۍ کې په ۲۰۲۰ کال کې ۱۶۵م ته راښکته شو، یعنې دغه هېواد په ۲۰۲۰ کال کې اته درجې له فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ کړی.