پاپ فرانسېس د موصل الطاهره کلیسا کې د عراق د جګړې قربانیانو ته دعا وکړه

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسېس د عراق د شمالي ښار موصل په یوې لرغونې کلیسا کې د عراق د جګړې قربانیانو ته د دعا پر مهال

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسېس د عراق د شمالي ښار موصل په یوې لرغونې کلیسا کې د عراق د جګړې قربانیانو ته دعا وکړه.

خلک نن سهار د الطاهرې کلیسا په انګړ کې راټول او د پاپ خبرو ته‌یې غوږ کېښود، د نصرانیانو دا یو لرغونی مرکز د داعش ډلې له‌خوا نړېدلی دی.

الطاهره د نړۍ یوه له لرغونو کلیساوو څخه وه چې ۱۴ پېړۍ تاریخ لري.

پاپ په خپلو خبرو کې د عراق له مسیحیانو وغوښتل چې د هستوګنې سیمې پرې نه‌ږدي.

له ۲۰۱۴ نر تر ۲۰۱۷ کال پورې پر موصل ښار د داعش د ولکې له کبله سلګونه زره مسیحیان د عراق د شمالي سیمو پرېښودو ته اړ شول.

پاپ په قره‌قوش سیمه کې د عراق یوې بلې لویې کلیسا ته هم ولاړ چې یوه برخه‌یې داعش نړولې ده.

دغلته د داعش له ماتې وروسته بېرته مسیحیان خپلو مېنو ته ستانه شوي دي.

۸۴ کلن پاپ د نن ورځې په پای کې د اربیل په ستډیوم کې خلکو ته وینا کوي او اټکل دا دی چې لسګونه زره کسان به دې راټولېدنه کې ګډون وکړي.