کابل نن د 'امن او ثبات' دوه ورځني کنفرانس کوربه دی

ارشیف، د کابل ښار یوه څنډه

د افغانستان او د پاکستان د پښتون مېشتو سیمو یو شمېر مشران کابل کې جرګه شوي چې دغې سیمه کې روانې جګړې ته د حل لارې چارې ولټوي.

دوی د 'امن او ثبات' په نوم هغه دوه ورځني کنفرانس کې راټول شوي چې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له‌خوا جوړ شوی دی.

د افغانستان د سرحدونو وزیر محب‌الله صمیم د دغه دوه ورځني کنفرانس د موخو په اړه وایي: "د دې جګړې او د دې بدبختۍ لمن نن خېبر پښتونخوا، وزیرستان او نورو سیمو ته هم غځېدلې، د دې لپاره چې دې سیمه کې امن او ثبات راشي، لازمه او ضروري مو وګڼله چې د امن او ثبات تر عنوان لاندې یو مشترک کنفرانس دایر کړو."

غونډه کې پر بېلابېلو افغان سیاستوالو او مخورو سربېره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان سیاسي او فرهنګي څېرو هم ګډون کړی دی.

له دې وړاندې افغان چارواکو تل ویلي چې د افغانستان د دولت وسله‌وال مخالفان پاکستان کې پټن‌ځایونه او مرکزونه لري، خو پاکستان بیا دا نه‌ورسره مني.