تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن مارب ولایت نښتو کې لږترلږه ۹۰ تنه ووژل شول

ارشیف، یمن کې د نښتو یوه سیمه

د یمن حکومتي سرچینو پرون (شنبه) وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد د مارب ولایت په نښتو کې لږترلږه ۹۰ تنه وژل شوي دي.

د ایران له ملاتړه برخه‌منو حوثي یاغیانو له تېرې میاشتې راهیسې د دې ستراتېژيکې سیمې د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.

دا تېل لرونکې سیمه د یمن په شمال کې د دولتي ځواکونو وروستی مرکز ګڼل کېږي.

د یمن حکومتي سرچینو ویلي چې په وروستیو نښتو کې ۳۲ دولتي ځواکونه یا د حکومت پلوي قبایل وژل شوي دي.

دوی د حوثي یاغیانو د وژل شویو کسانو شمېر ۵۸ تنه ښودلی دی.