د فراه ولایت په ابونصر فراهي ګمرک کې لګېدلی اور مړ شو

ارشیف، له ایران سره پر پوله اسلام کلا بندر کې لویه اور لګېدنه

د فراه ولایت په ابونصر فراهي ګمرک کې لګېدلی اور مړ شوی، خو سوداګرو ته‌یې مالي زیان اړولی دی.

د فراه والي تاج محمد جاهد پرون ماښام رسنیو ته ویلي چې دوی سیمې ته یو پلاوی لېږلی چې د اور د لامل او کره زیان په اړه پلټنې وکړي.

ښاغلی جاهد زیاتوي: "په دغې اور لګېدنه کې د سوداګرو درې زېرمې، دوه ټانکر او یو بار وړونکی موټر سوځېدلی دی، الحمدالله چې ځاني زیان نه‌لري او د ابو نصر فراهي ګمرک نورو برخو ته هم زیان نه‌دی رسېدلی."

جاهد وایي، د دغه اور په مړه کېدو کې د ایران د جنوبي خراسان ولایت اطفائیو هم برخه اخیستې ده.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې له ایران سره پر پوله اسلام کلا بندر کې لویه اور لګېدنه وشوه چې شاوخوا ۵۰۰ د ګازو او تېلو ټانکر په‌کې وسوځېدل.