وزلوبې؛ تخار له نورستانه، سرپل له بغلانه او بلخ له هراته لوبې وګټلې

ارشیف

په کابل کې د وزلوبې د دوهم لیګ د سیالیو په لړۍ کې نن شنبه (د کب ۱۶مه) درې لوبې وشوې.

د افغانستان د وزلوبې د فدراسیون سکرتر جنرال فهیم نظري ازادي راډیو ته د دې لوبو د نتایجو په اړه معلومات ورکړل: "لومړۍ لوبه د نورستان او تخار ترمنځ وه چې تخار وګټله، دوهمه د سرپل او بغلان ترمنځ وه چې سرپل وګټله او وروستۍ لوبه د بلخ او هرات ترمنځ وه چې د بلخ لوبدلې وګټله."

پرون د دې لوبو په لومړۍ ورځ د کندهار لوبدلې د پنجشیر لوبډلې ته، کابل، لوګر ته، سمنګان بامیان ته او کندز ننګرهار ته ماتې ورکړه.

دا لیګ د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیل شوی او د کب د میاشتې تر ۲۲ مې پورې به دوام وکړي.