پاپ عراق کې له شیعه رهبر ایت الله علي السیستاني سره وکتل

د نړۍ د کاتولیکو عیسیویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس له شیعه رهبر ایت الله علي السیستاني سره

د نړۍ د کاتولیکو عیسیویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس د عراق په نجف ښار کې له ځواکمن شیعه رهبر ایت الله علي السیستاني سره وکتل.

دا عراق ته د رومن کاتولیک عیسیویانو د مذهبي مشر لومړی سفر او په نړۍ کې د کرونا د وبا له خپرېدو وروسته د پاپ فرانسس لومړی نړیوال سفر دی.

پاپ د بندو دروازو تر شا په دې کتنه کې هڅه وکړه چې د سوله ییز ګډ ژوند او د عراق د عیسوي ټولنو د پیاوړي کولو پیغام ورسوي.

السیستاني له لیدنې وروسته په یوه بیان کې وویل چې عراقي عیسیویان باید په سوله کې ژوند وکړي او د نورو عراقیان په څېر له ټولو حقوقو برخمن شي او واتیکان په یوه بیان کې وویل چې پاپ له السیستاني او عراقي شیعه ګانو څخه د عیسویانو د ملاتړ په خاطر چې د ده په وینا تر ټولو مظلوم او ځورېدلي خلک دي، مننه وکړه.

د دې سفر جریان په مستقیم ډول پر ټلوېزیون خپرېده او د نجف اوسېدونکو د دواړو مذهبي مشرانو د لیدنې هرکلی وکړ.