فراه چارواکي: ګمرک کې د لګېدلي اور د وژنې لپاره هڅې روانې دي

د فراه په ګمرک کې د لګېدلي اور د وژنې لپاره هڅې روانې دي. 

د فراه چارواکي وايي چې له ایران سره پر پوله د فراه په ګمرک کې د لګېدلي اور د وژنې لپاره هڅې روانې دي.

والي تاج محمدجاهد ازادي راډیو ته وویل، اور نن شنبه (د کب ۱۶مه) له غرمې مخکې د نفتي موادو د تشولو په ځای کې ولګېد.

ښاغلي جاهد زیاته کړه چې دې اور پېښه کې د ګمرک کارګرانو او کار کوونکو ته زیان نه دی اوښتی.

د اور د لګېدو علت تراوسه نه دی مالوم شوی.

نژدې یوه میاشت مخکې، د فراه د ګاونډي ولایت هرات په اسلام کلا بندر کې هم د تېلو لېږدوونکي سلګونه ټانکرونه وسوځېدل چې د لسګونه میلیونه ډالرو زیان یې واړاوه.