هرات کې د جوجېستو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې

هرات

د جوجېستو یو ورځنۍ سیالۍ نن شنبه(د کب ۱۶مه) په هرات ولایت کې ترسره شوې.

د دغه ولایت د ورزشي امريت فني او مسلکي مدیر ضیاالحق ضیا نن ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې ٥٠ لوبغاړو له لسو کلپونو څخه ګډون کړی وو.

نوموړي وویل چې د لوبو هدف د کب له ٢٤ مې د هرات خلکو له قیام څخه ملاتړ دی.

د سرچينې په وینا په دغه لوبو کې، د قهرمانانو، هېواد او جوانان افضلي کلپونو تر نورو لوبډلو ډېر امتیازونه ترلاسه او په ترتېب سره يې، لومړی، دوهم او درېيم ځایونه خپل کړل.