غني: د نړیوالې ټولنې په مدیریت کې د ټاکنو نېټې په اړه خبرو ته چمتو یم

ولسمشر اشرف غني د ملي شورا د اولسمې تقنیني دورې د درېیم کال په پرانېستونکې غونډه کې د وینا پر مهال

ولسمشر اشرف غني وايي، د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې د انتخاباتو د نېټې په اړه خبرو ته چمتو دی.

ښاغلي غني نن شنبې (د کب ۱۶مه) د ملي شورا د اولسمې تقنیني دورې د درېیم کال په پرانېستونکې غونډه کې د وینا پر مهال په دې اړه څرګندونې وکړې: "موږ چمتو یو چې د نړیوالې ټولنې تر ادارې لاندې د ټول هېواد په کچه د ازادو او شفافو انتخاباتو د ترسره کولو په اړه بحث وکړو. د انتخاباتو د نېټې په اړه هم کولای شو چې خبرې وکړو او نتیجې ته ورسېږو."

دا لومړی ځل دی چې ولسمشر غني د سولې د هڅو په ترڅ کې له وخته مخکې انتخاباتو ته چمتووالی ښيي، خو ښاغلي غني په عین حال کې دا ټینګار هم وکړ چې د انتخاباتو له لارې د قدرت لېږد هغه اصل دی چې په هېڅ صورت معامله نه شي پرې کېدای.