رسنۍ: روسي توغندیو د سوریې شمال کې ۳ تنه وژلي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

روسي توغندیو د سوریې په شمال کې د تیلو د تصفیه کېدو سیمې په نښه کړي دي.

ترکي رسنۍ او په لندن کې مېشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډله خبر ورکوي چې دې برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ګڼ کسان ټپیان شوي دي.

د سوریي د بشري حقونو د څار ډله وایي چې د مارچ په پنځمه د سوریي ساحل ته نژدې له روسیې بېړۍ لږ تر لږه درې توغندي د ترابلس ښارګوټي ته نژدې د تیلو د پلور او د تیلو د تصفیه کېدو د مرکز پر لور ویشتل شوي دي. دا ښارګوټی د ترکیې پولې ته نژدې پروت دی.

بل لور ته د سوریې د حکومتي ځواکونو له لوري د الباب ښار ته نژدې سیمې په نښه شوي دي.

ویل کېږي چې دې سیمه کې هغه وسله وال مېشت دي چې د سوریي له حکومت سره جګړه کوي او ترکیه یې ملاتړ کوي.

د ترکیې انادولو خبرې اژانس خبر ورکوي چې په دې برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي او اته ویشت نور ټپیان شوي دي.