تېر ماښام د پاکستان د بلوچستان ایالت په یوه لېرې پرته سیمه کې د ساختماني کارګرو پر موټر چاودنه شوې چې په کې پنځه کسان وژل شوي او د هغوی دوه سرتیري ټپیان دي.
هېچا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د سیبۍ ولسوالۍ مرستیال کمېشنر زاهد شاه ویلي چې د دې چاودنې په اړه څېړنې پيل شوي دي.
بلوچستان له کلونو د فرقه یي شخړو او د پوځ او بلوڅ بېلتون پالو عموماً د بلوچستان د ازادۍ لښکر او ازادۍ جبهې وسله والو د بریدونو شاهد دی.
بلوڅ بېلتون پال خپلواکي غواړي.