د وزلوبې د دوهم لیګ په لومړۍ ورځ ۴ لوبې وشوې

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل کې د وزلوبې د دوهم لیګ په لومړۍ ورځ نن جمعه(د کب ۱۵مه) څلور لوبې وشوې.

په نننیو لوبو کې د کندهار، پنجشېر، کابل، لوګر، بامیان، سمنګان او کندز لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ووتې.

د افغانستان د وزلوبې د فدراسیون سکرتر جنرال فهیم نظري ازادي راډیو ته وویل چې په نننیو سیالیو کې د کندهار لوبډله د پنجشېر، د سمنګان لوبډله د بامیان، د کابل لوبډله د لوګر او د کندز لوبډله د ننګرهار د لوبډلې پر وړاندې بریالۍ شوې.

د وزلوبې په دې لیګ کې شپاړس لوبډلې برخه لري.

دا لیګ تېره شپه په کابل کې پرانېستل شو او ټاکل شوې چې د کب تر ۲۲مې پورې دوام وکړي.