د ایران سپاه پاسداران ځواک ادعا کوي چې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د برمته کولو هڅه یې ناکامه کړې ده.
سپاه پاسداران نن جمعه (د کب ۱۵مه) پر خپله وېب پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د برمته نیوونکي هدف د هغې جټ الوتکې تښتول و چې له جنوب لویدیځ ښار اهواز څخه د شمال لویدیځ مشهد ښار پر لور روانه وه.
په بیان کې راغلي دي چې دې الوتکې په اصفهان ښار کې بېړنۍ ناسته وکړه او د برمته نیوونکي هڅه شنډه شوه.
په پېښه کې د چارواکو په وینا چاته زیان نه دی اوښتی.
د سپاه په خبرپاڼه کې ویل شوي، یرغمل نیوونکي- چې هویت یې نه دی افشا شوی غوښتل دا الوتکه د خلیج یوه هېواد ته یوسي.