د اروپا او شمالي امریکا ترمنځ د نفاق د هڅو په اړه د ناټو خبرداری

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي وايي چې اروپايي ټولنه د ترورېزم او روسیې د ګواښونو پر وړاندې په یوازې ځان خپله دفاع نه شي کولای.

ینس سټولټنبرګ پرون- پنجشنبې د بلجیم د اروپا په کالج کې د وینا پرمهال د اروپا او شمالي امریکا ترمنځ د نفاق د هڅو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، اروپايي ټولنه د روسیې او ترورېزم د بې ثباته کوونکي سلوک پر وړاندې د دې وچې ساتنه په یوازې ځان نه شي کولای.

سټولټنبرګ زیاته کړه چې د اروپا او شمالي امریکا ترمنځ د نفاق اچولو هڅې به نه یوازې ناټو بلکې اروپا هم کمزورې کړي.

د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د ناټو له اروپايي غړو سره د امریکا اړیکې ترینګلي شول.

نوي ولسمشر جوبایډن که څه هم د ناټو له غړو سره د نژدې همکاریو غوښتنه کړې، خو په عین حال کې یې پر دې اړتیا ټینګار کړی چې اروپا باید د ناټو لګښتونو ته اوږه ورکړي.