د حکمتیار پلویانو د هدفي وژنو د بندېدو غوښتنه وکړه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د ګلبدین حکمتیار یو شمېر پلویانو نن جمعه (د کب ۱۵مه) په کابل کې د حزب اسلامي د بندیانو د خوشې کېدو او د هدفي وژنو د بندېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي حکمتیار د مظاهرې ګډونوالو ته په وینا کې پر حکومت تور ولګاوه چې له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې پر اساس یې د دې ګوند غړي له بنده نه دي خوشې کړي.

هغه د روانو ستونزو پړه پر حکومت او له بهره پر راغلو چارواکو واچوله او خبرداری یې ورکړ چې که دا وضعیت بدل نه شي نو د دوی اعتراضونه به دوام وکړي:

حکمتیار زیاته کړه: "نن مو د سوله ییزو مظاهرو لړۍ پیل کړه. دا لړۍ به تر هغه وخته دوام کوي چې روان دردوونکی وضعیت، جنګ ناامني، هدفي ترورونه او اوسنی خونړی بحران د تل لپاره پای ته ورسېږي."

افغان حکومت د نننیو اعتراضونو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې یې ویلي چې له حزب اسلامي سره د ۲۰۱۶ میلادي کال په سېپټمبر میاشت کې د شوې موافقې مواد عملي شوي دي.

حکومت همدا راز په هدفي وژنو طالبان ګرم بللي دي.