افغان مرکچي پلاوې: خلیلزاد سره ناسته کې د سولې پر چټک بهیر ټینګار وشو

شریفې زرمتۍ

په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي یوه غړې وايي چې دې او همکارانو یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې د سولې د مذاکراتو د چټکولو او په دې بهیر کې د ملګرو ملتونو د رول او د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتيا پر اړتیا ټینګار وکړ.

شریفې زرمتۍ رسنیو ته په یو استول شوي ویډیويي پیغام ویلي چې له خلیلزاد سره دا لیدنه تېر ماښام وشوه: "ښاغلي خلیلزاد سره دې ناسته کې د مذاکراتو د بهیر پر چټکوالي او ملاتړ ټینګار وشو. همدا راز د ملګرو ملتونو پر رول، د سیمه ییزې اجماع پر پیاوړتیا او د جګړې او تاوتریخوالي پر له منځه وړلو خبرې وشوې."

ښاغلی خلیلزاد پرون دوحې ته ورسېد، خو له هغه مخکې یې سیمې ته د سفر په پیل کې په کابل کې له افغان چارواکو او سیاسي شخصیتونو سره د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.