ننګرهار کې پنځوس کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول

ننګرهار ولایت، عکس تئزیني بڼه لري

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه پنځوس کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ رسنیو ته ویلي چې پولیسو په جلال اباد ښار کې د استوګنې پر یوه کور عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې ۲۹ کیلوګرامه چرس، ۱۶ کیلوګرامه تاریاک او شبږ کیلوګرامه هیروئین ونیول.

د دې موادو د ساتنې په تور پنځه تنه هم نیول شوي او له نشه يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.