د امریکا د متحدو ایالاتونو د کالیفورنیا ایالت په یوه ژوبڼ کې ۹ غټې بیزوګانې د کووېډـ۱۹ ناروغۍ پرضد واکسین شوې.
دا په نړۍ کې لومړني ژوي دي چې په دومره لوی شمېر کې واکسین کېږي.
د ساندیاګو د ژوبڼ چارواکو نن وویل چې ۴ اورانګوټان او ۵ بونوبو بیزوګانې په وروستیو اوونیو کې په کرونا ویروس اخته شوې وې.
د دغه ژوبڼ ویاندې دارلا داویس (Darla Davis) د برېښنالیک له لارې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغو نهو بیزوګانو ته ازمېښتي واکسین ورکړل شوی.
د هغې په وینا دغه واکسین په لومړیو کې سپیانو او پیشوګانو ته جوړ شوی و.
دغو بیزوګانو ته کرونا ضد واکسین په داسې کې لګول کېږي چې په جنورۍ میاشت کې چارواکو د سان دیاګو په سفري ژوبڼ کې په کرونا ویروس د اتو ګوریلاګانو اخته کېدل تایید کړي وو.