امریکا: ایران به پر اټمي موضوع «ګټورو خبرو» ته ستون شي

د ایران او امریکا ګډ بیرغونه

د امریکا متحدو ایالاتونو هیله وښوده چې ایران به پر اټمي موضوع «ګټورو خبرو» ته ستون شي.

دا هیله وروسته تر دې وښوول شوه چې د واشنګټن اروپايي شریکانو موافقه وکړه چې د اټمي انرژۍ په نړیواله اداره کې پر تهران د سانسور پلان لغوه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس (Ned Price) پرون پنجشنبه (د کب ۱۴مه) وویل، واشنګټن خوشحاله دی، ځکه وروسته له هغې چې ایران د ۲۰۱۵میلادي کال اټمي موافقې د راتلونکي په باب ځینې هڅوونکې اشارې ورکړې، نو اروپايي شریکانو هم موافقه وکړه وکړه چې پر ایران له انتقاده لاس واخلي.

ښاغلي پرایس وویل، واشنګټن په پوره لېوالتیا د ایران قوي ارادې ته په تمه دی، څو داسې لارې چارې غوره کړي چې د باوري او کوټلي پرمختګ سبب کېږي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸میلادي کال کې له اټمي تړونه د وتلو او پر ایران د اقتصادي بندیزونو بیالګولو اعلان وکړ.

د اوسني ولسمشر جو بایډن ادارې په مشروط ډول هغې موافقې ته له بېرته ستنېدو سره لېوالتیا ښوولې ده.