"افغانستان کې د خبریالانو خوندیتوب لپاره بېړني اقداماتو ته اړتیا شته"

افغانستان کې وژل شوي خبریالان

د بې پولو خبریالانو ټولنې په افغانستان کې د خبریالانو د وژنو د بندېدو غوښتنه کړې.

د دې ټولنې د افغانستان او ایران د څانګې مسوول رضا معیني پرون پنجشنبې (د کب ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره عاجلو او عملي اقداماتو ته اړتیا شته.

ښاغلي معیني زیاته کړه: "موږ له افغان چارواکو دې برخه کې جدي څېړنې غواړو او له نړیوالې ټولنې، په تېره له امریکا، جرمني او فرانسې غواړو چې د جرمونو د نړیوالې محکمې په تحقیقاتو کې د دې جنایتونو د ور زیاتولو په هدف د بې پولې خبریالانو د ټولنې د غوښتنې ملاتړ وکړي."

په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو د وژنې له کبله اندېښنې وروسته له هغه لا زیاتې شوې چې د انعکاس د خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې په دوو جلا حملو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ووژل شوې.

د دې وژنو مسوولیت داعش ډلې ومانه.

په روان هجري لمریز کال کې د ازادي راډیو د خبریال محمدالیاس داعي په ګډون لږ تر لږه لس خبریالان په افغانستان کې په هدفي حملو کې وژل شوي دي.