ملګري ملتونه: د برما پوځ تېر فبروري کې اعتراض کوونکي وژلي او وهلي

برما کې د پوځ درې سرتیري یو اعتراض کوونکی وهي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څېړونکی توماس اندریو وايي چې د میانمار پوځ په تېره فبروري میاشت کې له پوځي کودتا وروسته اعتراض کوونکي وژلي، وهلي او په غیرقانوني ډول يې نیولي دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن جمعه (د کب ۱۵مه) پر میانمار د وسلو نړیوال بندیز او پر پوځ یې اقتصادي بندیزونه ولګوي.

امنیت شورا به همدا راز دا قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې ای سي سي ته راجع کړي.

خو ښاغلي اندریو په جنیوال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل راپور کې د نورو پراخو بندیزونو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې باید د میانمار د تېلو او ګاز پر سکتور چې اداره یې د پوځ په لاس کې ده بندیز ولګول شي.

پرون پنجشنبه (د کب ۱۴مه) له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر مېشل بچلېت په یوه بیان کې وویل، وروسته له دې چې د میانمار پوځ د فبروري په لومړۍ نېټه پوځي کودتا وکړه، لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي او له ۱۷۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.