اپوزیسیون: ارمنستان کې د پارلماني ټاکنو په اړه خبرو نتیجه نه ده ورکړې

په پارلمان کې د اپوزیسیون د ډلې مشر ایدموند ماروکیان

د ارمنستان په پارلمان کې د اپوزیسیون د یوې ډلې مشر وايي چې له صدراعظم سره د وختي پارلماني انتخاباتو په اړه خبرو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.

نیکول پاشینیان چې له سیاسي بحران او د پوځ له خوا د استعفا له غوښتنو سره مخامخ دی، ویلي دي چې ناڅاپي انتخاباتو ته تیار دی، خو په دې شرط چې اپوزیسیون هم د ځانګړو شرایطو منلو ته چمتو شي.

په پارلمان کې د اپوزیسیون د ډلې مشر ایدموند ماروکیان له پاشینیان سره له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې خبرې وشوې خو موافقې ته ونه رسېدل.

د ارمنستان سیاسي حالات سخت کړکېچن دي ځکه د پاشینیان او اپوزیسیون پلویانو د یو بل پر وړاندې لاریونونه پیل کړي دي.

ماروکیان وویل، ښايي په راتلونکو خبرو کې- چې نور سیاسي ځواکونه هم باید برخه په کې واخلي، دواړه لوري یوې موافقې ته نژدې شي.