ننګرهار کې نامعلومه وسله‌والو د یوې کارخونې ۷ کارکوونکي ووژل

ارشیف، د ننګرهار جلال‌اباد ښار د یوې پېښې په سیمه کې ولاړ پولیس.

ننګرهار کې نامعلومه وسله‌والو د ګچو د یوې کارخونې ۷ کارکوونکي وژلي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان جمعه ګل همت رسنیو ته ویلي، پېښه تېره شپه په سره رود ولسوالۍ کې شوې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر ازادي راډیو ته ویلي چې وژل شوي کارګران هزاره توکمه دي چې دغلته په مزدورۍ بوخت وو.

د ننګرهار د سیمه‌ییز روغتون مسؤلینو هم ویلي چې له څېرو دغه کسان هزاره توکمه ښکاري.

د برید مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی اخیستی، خو له دې وړاندې داعش وسله‌والو د پاکستان په کوټه کې پر هزاره توکمو ورته بریدونه کړي دي.

په یوه بله پېښه کې نن سهار ننګرهار کې د ماین چاودنې یوه ډاکتره ووژله او د هغې ماشومه لور یې ټپي کړه.

دغه چاودنه د ښار د عربانو ګولایي سیمه کې پر رېکشا د نښلول شوي ماین له کبله وشوه.