میانمار کې د اعتراض کوونکو ځپل؛ د مظاهرو پر مهال ۳۸ تنه وژل شوي

د میانمار د پوځي واکمنۍ ضد مظاهرې

په میانمار یا پخوانۍ برما کې له پرونیو خونړیو مظاهرو وروسته نن هم دغلته اعتراضونو دوام درلود.

نن زرګونه کسان د دوو لویو ښارونو یانګون او ماندالای سړکونو ته راوتلي و چې پولیسو یې بیا هم د تیت او پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او ډزې یې پرې وکړې.

پرون د مظاهرو پر مهال ډزو کې ۳۸ تنه وژل شوي چې ملګرو ملتونو دغلته د اعتراضونو له پیل راهیسې دا خونړۍ ورځ یاده کړې ده.

د فبرورۍ له لومړۍ نېټې چې په میانمار کې پوځ کودتا کړې، دا هېواد تقریباً هره ورځ د مظاهرو شاهد دی او تر اوسه په‌کې د شاوخوا ۵۰ کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکول شوي دي.

بریتانیا د میانمار د وضعیت په اړه د خبرو لپاره سبا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه رابللې ده.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې د میانمار د پوځیانو په وړاندې پر نورو اقداماتو غور کوي او اروپایي ټولنې ویلي چې پر بې‌وسلې ملکیانو ډزې له نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.