هاګ محکمې فلسطین کې د شوېو جرمونو د ادعاوو په اړه څېړنه پیل کړه

فاتو بېنسودا، د جرمونو د نړیوالې محکمې '  ICC ' لویه څارنواله

د جرمونو د نړیوالې محکمې ' ICC ' لویې څارنوالې فاتو بېنسودا په فلسطیني سیمو کې د ترسره شوېو جرمونو د ادعاوو په اړه رسمي څېړنه پیل کړه.

پر دغې څېړنې اسرائیل او د امریکا متحدو ایالاتونو انتقاد کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې متحده ایالات د دغې محکمې پریکړې ژور خواشینی کړی او ورسره کلک مخالف دی.

اسرائیل هم ورته غبرګون ښودلی او دغه څېړنه یې غندلې، خو فلسطینیانو او د بشري حقونو سازمانونو د هاګ مېشتې نړیوالې محکمې د دغې پریکړې هرکلی کړی دی.

د جرمونو د نړیوالې محکمې لويې څارنوالې فاتو بېنسودا پرون چهارشنبه وویل چې له پنځو کلونو لومړنیو څېړنو وروسته یې دفتر پریکړه کړې چې په محاصره شوې غزې تړانګه، د اسرائیل له خوا اشغال شوې لویدیځه تړانګه او ختیځ بیت المقدس کې به د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د پېښو په اړه څېړنه کوي.