سندو: اروپايي ټولنه به مولدوا سره فساد پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي  

د مولدوا ولسمشره مایا سندو

د مولدوا ولسمشرې مایا سندو ازادي راډيو ته ویلي چې اروپايي ټولنه د دې هېواد د نوي مشرتابه په اړه ښه نظر لري او چمتووالی یې ښودلی چې له مولدوا سره به په قضايي اصلاحاتو او فساد پرضد مبارزه کې مرسته وکړي.

مېرمن سندو زیاته کړه چې مولدوا باید له دې فرصته ګټه واخلي.

نوموړې امریکا کې لوړې زده کړې کړي او په نړیوال بانک کې يې کار کړی دی او د مالدوا په انتخاباتو کې د مسکو ملاتړ لرونکي کاندید ایګور دودان ته یې هم ماتې ورکړه.

مېرمن سندو ژمنه کړې چې د اداري فساد پرضد به مبارزه وکړي او د دې ختيځ اروپايي هېواد اړیکې به له اروپايي ټولنې سره لا پراخې کړي.