هندوستان د چابهار بندر ورځ لمانځي

ارشیف، د هند صدراعظم د ایران له ولسمشر سره

هندوستان د چابهار بندر ورځ لمانځي.ټاکل شوې ده نن پنجشنبه (د کب ۱۴مه) په دې مناسبت په مجازي غونډه کې د هندي، افغان، ارمني، ایراني، قزاق، روسي او ازبکستاني چارواکي ګډون وکړي.

هندوستان چې له پاکستان سره یې اړیکې ترینګلي دي، د ایران د دې سمندري بندر له طریقه له افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو سره وصلېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د چابهار بندر د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لامل ګرځېدلی دی: "چابهار بندر له هغو بندرونو دی چې کولای شي موږ د اوبو له لارې له ډېری هېوادونو سره وصل کړي او د دې بندر د افتتاح له څو کلونو وروسته له نېکه مرغه له نېږدې او لېرې هېوادونو سره پراخې سوداګریزې اړیکې لرو."

هندوستان د مرستو یو شمېر محمولې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته لېږلي دي.