ننګرهار والي-مسولینو ته:که د وروستۍ پېښې قاتلین ونه نیسئ استعفا وکړئ

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل

د ننګرهار والي وایي، د دغه ولایت امنیتي مسولینو ته یې ویلي، که د انعکاس راډیو ټلوېزیون د درېیو ښځینه کارکوونکو وژونکي ونه نیسي، استعفا دې وکړي.

ضیاالحق امرخېل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا امر یې نن چهارشنبه (د کب ۱۳مه) سهار د ولایت په نظامي شورا کې مسولینو ته ورکړی دی.

امرخېل وړاندې لیکلي چې د جلال اباد ښار د ټولو حوزو جنایي او د منطقوي کنټرول مسولین بدل شول او په خبره یې د حوزو د امرینو او د پولیسو د نورو جوړښتونو ادلون بدلون هم تر کار لاندې دی.

د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې کار کوونکي پرون مازدیګر په دوو بېلابېلو پیښو کې په ډزو ووژل شوې چې چارواکو وویل، د پېښې یو عامل یې نیولی دی.

ځایي چارواکو دا د طالبانو کار وباله او ادعا یې وکړه چې نیول شوی کس هم د طالبانو غړی دی.

اوس داعش وسله والې ډلې پر دغو نجونو د برید مسولیت منلی دی. دا معلومات سایټ انټلجنس ګروپ چې د جهادي ډلو انلاین فعالیتونه څاري ورکړی دی.

تردې وړاندې د دغې رسنۍ بله کار کوونکې ملاله میوند هم په ورته برید کې وژل شوې وه چې مسولیت یې داعش منلی و.