نامعلومو وسله‌والو کابل کې استاد مولوي فیض محمد فایز وواژه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل کې یو بل سهار، له هدفي وژنې سره پیل شو.

نن سهار ۶ بجې د کندز د علماوو شورا پخوانی مشر او د عربي دارالعلوم استاد مولوي فیض محمد فایز د نا څرګنده وسله‌والو له‌خوا په ډزو ووژل شو.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، ښاغلی فایز د کابل د ۱۷مې حوزې اړوند د جکشن پر سړک هغه مهال وویشتل شو چې د سهار له لمانځه وروسته کور ته روان و.

په څه کم یوه میاشت کې دا درېیم دیني عالم دی چې وژل کېږي، خو مسؤلیت‌یې هېڅ کومه وسله‌واله ډله نه‌مني.

تېره میاشت د سلواغې په ۱۴مه د جمعیت اصلاح مرکزي شورا مشر ډاکتر محمد عاطف او له هغه وروسته د همدې میاشتې په ۳۰مه د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار د چسپکي ماینونو په چاودنو کې ترور شول.

د يادونې ده چې مخکې تر دې په همدې کال کې وزیر اکبر خان جومات خطیب محمد ایاز نیازی او د شېرشاه سوري جومات خطیب عزیزالله مفلح هم جومات کې د ځای پر ځای شویو ماین په چاودنو کې وژل شوي وو.

په ورته وخت کې دیني عالم محمد ابراهیم بارکزی وایي، د علماوو قتل د اسلام خلاف عمل دی، نو باید یې مخه ونیول شي.