دفاع وزارت: د ننګرهار په حصارک کې د طالبانو یو مهم مرکز نیول شوی

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو له خوا د طالبانو د یوه مهم مرکز د نیول کېدو خبر ورکړ.

د دغه وزارت یوه ویاند فواد امان تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، طالبانو له دغه مرکزه په استفادې د افغانستان په ختیځ کې حملې پلانولې: "په واقعیت کې دا مرکز د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو د سوق او ادارې مرکز و. له دغه مرکزه د افغانستان پر ختیځ په ځانګړي ډول پر ننګرهار ولایت تروریستي حملې پلانېدې. زیات وخت به د ننګرهار لپاره د طالبانو نومول شوی والي هم په دغه مرکز کې اوسېده."

ښاغلي امان زیاته کړه چې له افراطي وسله والو د حصارک ولسوالۍ د بشپړې تصفیې لپاره پوځي عملیات روان دي چې په نتیجه کې یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ­ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د دفاع وزارت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.