د بې پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې په جرمني کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د سعودي د نورو چارواکو پرضد جنايي شکایت ثبت کړ.
دغې ادارې د سعودي عربستان دغه چارواکي تورن کړي چې په ۲۰۱۸میلادي کال کې یې په استانبول کې د خبریال جمال خاشقجي په وژنې سره د بشریت پر خلاف جنایتونه کړي دي.
دغه شکایت چې په ۵۰۰ مخونو کې برابر شوی، تېره دوشنبه د جرمني په یوه فډرال محکمه کې ثبت شو.
د سعودي عربستان پر ولیعهد او نورو چارواکو دا تور هم لګول شوی چې تر ۳۰ د زیاتو ژورنالېستانو په جبري نیولو کې لاس لري.
د سعودي عربستان ولیعهد مخکې د خاشقجي په وژنه کې خپل هر ډول دخالت رد کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د امریکا یوه استخباراتي ارزونه خپره شوه چې په هغې کې ویل شوي، د خاشقجي «د وژنې یا هم نیولو» عملیات د شهزاده محمد بن سلمان له خوا تصویب شوي وو.