ننګرهار کې د نِکلي لوښو تولید د پاکستاني تولید مخه نیولې

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په ننګرهار ولایت کې د نِکلي لوښو تولید د پاکستاني تولید مخه نیولې ده.

د یادې فابریکې مسؤول خان ولي نن سې شنبه (د کب ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې پر فابرېکه یې ۹۰ زره امریکایي ډالر پانګونه کړې او له شااوخوا پنځه کالونو راهیسې يې په فعالیت پیل کړی چې لسګونه تنه ورسره په فني او غیر فني توګه په کار بوخت دي.

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ دو سرکې سیمه کې د نِکلي لوښو دغه تولیدي فابریکه۴۰ ډوله نِکلي لوښې تولیدوي چې په دې توګه یې د پاکستاني نِکلي تولیداتو مخه نیولې ده.

ښاغلی خان ولي زیاتوي چې پخوا به دا لوښي په ډېرې سختۍ له پاکستانه را واردېدل، خو اوس له نېکه مرغه دا لوښي دلته تولیدیږي او د ننګرهار د ۲۲ ولسوالیو په ګډون کونړ، لغمان، کابل، خوست، غزني او نورو ولایتونو ته هم خپل تولیدات صادروي.

د یادې فابریکي مسوول خان ولي امنیتي او برېښنایي ستونزې، د خامو موادو نشتوالی او د یو سم او مناسب ځای نشتوالی د ستونزو په توګه یادوي.

په ننګرهار کې یو شمېر نورې فابریکې هم شته چې د دېګ بخارونو یا نورو اړتیا وړ پخلي توکو د تولید برخه کې کار کوي او تولیدات یې د سیمې هېوادونو ته هم صادریږي.