ملګري ملتونه: د ۱،۷ میلیارد ډالرو مرسته یمن لپاره کافي نه ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

ملګري ملتونه وايي، هغه ۱،۷ میلیارد ډالر چې مرستندویو هېوادونو یې ژمنه کړې، په یمن کې له قحطۍ سره د مبارزې لپاره کافي نه دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) په یوه انلاین غونډه کې له نړیوالو مرستندویانو د یمن لپاره د درې میلیارده او اته نیم سوه میلیونه ډالرو د ځانګړي کولو غوښتنه وکړه.

ملګري ملتونه وايي، د یمن نیمايي نفوس چې شپاړس میلیونه وګړي دي، له لوږې سره لاس ګرېوان دي.

حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي په ۲۰۱۴ کال کې پلازمېنه پر صنعا او د یمن د شمال پر سیمو ولکه ټینګه کړه.