د ولسمشر غني او خلیلزاد لیدنه؛ واشنګټن به د سولې پروسه کې اغېزمن رول ولوبوي

د ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد د تېر ځل لیدنه، د ۲۰۲۰ کال د فبروري ۲۰مه.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ چې واشنګټن به د سولې په پروسه کې اغېزمن رول ولوبوي.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر او ښاغلي خلیلزاد په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې یې ترسره کړه، په دې اړه چې د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره وړاندې څه ډول ګامونه اوچت شي، خبرې وکړې.

ښاغلي خلیلزاد چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن له ادارې وروسته‌یې د لومړي ځل لپاره افغانستان، قطر او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته نوی سفر پیل کړی، په کابل کې دغه‌راز د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم وکتل.

د ښاغلي عبدالله ویاند فریدون خوځون وویل چې ښاغلي عبدالله له خلیلزاد سره د سولې پر بهیر، د دوحې پر مذاکراتو، د دوحې پر تړون د امریکا پر روانې بیاکتنې او په هېواد کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړې.

خلیلزاد داسې مهال د سیمې له هېوادونو څخه د کتنې دغه نوې لړۍ پیل کړې چې پرون پر هغه تړون چې ده له طالبانو سره لاسلیک کړی، یو کال واوښت.

د دغه تړون له مخې باید ټول امریکایي ځواکونه د طالبانو له لوري د ځینو ضمانتونو په بدل کې تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي، خو د بایډن ادارې ویلي چې طالبانو خپلې ژمنې نه‌دي پر ځای کړي او پر دې او په توله کې پر دغه تړون له سره کتنه کوي.

طالبانو د دغه تړون په بشپړ عملي کېدو ټینګار کړی دی.