د ښځو عالي شورا خپله لومړۍ غونډه په ارګ کې وکړه

ارګ کې د ښځو عالي شورا لومړۍ غونډه

د ښځو د عالي شورا لومړۍ غونډه پرون یکشنبه په ارګ کې جوړه شوه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه ټویټ کې ویلي چې په دې غونډه کې چې ولسمشر اشرف غني او د هغه مېرمنې رولا غني حضور درلود، د دې شورا د فعاليتونو د څرنګوالي، د سولې پروسې او له جمهوريت څخه د ملاتړ په اړه له ښځو سره د مشورتي ناستو راپور وړاندې شو.

په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو تر دې څه موده وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله وېب‌پاڼه کې ویلي وو، د ښځو عالي شورا به ۲۶ دايمي غړي لري چې دولتي ادارې، د ښځو د حقونو مدافع بنسټونه، مدني ټولنې او نور د ښځو چارو اړوند لوري به په‌کې شامل وي.

د جمهوري ریاست په وینا په افغانستان کې د ښځو د عالي شورا له رامنځته کېدو هدف دا دی چې د یو لړ نورو مسایلو په ګډون چې د ښځو په ژوند کې بدلون راوستی شي، ښځې پیاوړې شي، حقونه‌یې خوندي او پراختیا ورکړل شي.